كوئټه 30 ستمبر(اے پی پی)د پاكستان پيپلز بارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي د سېلاب ځپلو مرستې ته وړومبۍ پام لرنه كوو ٬سېلاب ځپلې د كال 2022 څخه بې كوره دي٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه دې د سېلاب ځپليو مسئلو ??ل لپ??ره ګامونه واخلي۔د ګل په ورځ د سېلاب ځپليو بحالۍ په اړه د كوئټې وزيراعلٰی سېكرټرېټ كښې د پرانستې دستوره كښې د چيك??نو ور كولو نه پس بلاول بهټو زرداري خطاب كښې ووئيل ما د خارجه وزير په توګه د سېلاب ځپليو بحالۍ لپ??ره انټرنېشنل ف??ډن?? په اړه هڅې كړي٬مونږ له سېلاب ځپلو ته نوې كورونه وركول دي٬په سندھ كښې د ځپلو لپ??ره د كور??نو جوړولو سلسله روانه ده۔ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه دې د سېلاب ځپليو مسئلې په سنجيدګۍ سره واخلي٬د سندھ وزيراعلٰی ته وائيم چې هغه بلوچستان سره خبره وكړي٬كورونه دې داسې جوړ كړې شي چې نورو سېلاب??نو كښې هغوي د ځپليو غووندې ناست ن?? وي لكه څنګه چې اوس دي۔ده ووئيل د بده مرغه په تېر وخت كښې د بلوچستان سره د ميرنې مور سلوك شوے٬د بلوچستان وزيراعلٰی او كابينې ته خواست كوم چې هغه منصوبې ته اوګوري٬تاسو له به د دې پروژې لپ??ره فنډز بېلول وي٬پيپلز پارټي به د بلوچستان اولس هر ممكنه مرسته كوي۔په دستوره كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي٬د قامي اسمبلۍ غړي اعجاز جكهراني٬د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبدالخالق اچكزئي٬صوبائي وزيران او د اسمبلۍ غړو او د بلوچستان د پيپلز پارټي مشرانو صابر بلوچ٬سردار سربلند جوګيزئي٬علي مدد جتك او نورو ګډون وكړو۔
Nguồn bài viết : TK đầu