اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد ا??حاق ډار وئيلي دي پاکستان يو شمېر قانون سازۍ٬ اداره جاتي او د پاليسي اقداماتو د لارې د بشري حقونو اېجنډا مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم پېشرفت كړے ٬ پاکستان د نړيوالو بشري حقونو فرېم ورك له مخې د خپلو ذمه وارو ترسره كولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د بشري حقونو د نړيوال منشور (يو ډي اېچ آر) د خپلولو 76مې سالګرې په موقع نن د بشري حقونو په نړيواله ورځ لمانځلو كښې نړيوالې ورورولۍ سره شريك دے۔ ده ووئيل د بشري حقونو ورځ لپاره د سږ كال تھيم، ’’زمونږ حقونه، زمونږ سباٶن، اوس ،‘‘ د مقبوضه فلسطين سيمو نه راواخلې ?? هند تر غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير او د ګردې نړۍ د لكهونو خلقو پحقله دے كومو چې د خپلواكۍ حق لپاره خپلې ??پېځلې هڅې جاري ساتلې ??ي او د قبضې او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو سره مخ ??ي ۔ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې په اسلامو فوبيا كښې تر خطرناک حد ا??افه د امتيازي قوانين، پاپولسټ سياست او زينو فوبک بيانيه په سبب ده كومه چې نړيوالې ورورولۍ لپاره هم يو چېنلج د??۔ ده ووئيل پاکستان د نړيوالو بشري حقونو فرېم ورك له مخې د خپلو ذمه وارو ترسره كولو عزم لري٬ پاكستان د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ كښې د بشري حقونو طريقه كار سره په تعميري توګه مصروف دے۔ده ووئيل په دې ورځ پاکستان د نسل، مذهب، جنس يا قوميت نه پرته د ټول اولس د بنيادي حقونو او آزادۍ باو??ي كولو د عزم پخلے كوي۔
Nguồn bài viết : tin nhanh bóng đá